د پاکستان تحريک انصاف وياند شعيب شاهين وئيلي دي چې د انتخابي عمل شروع کيدو نه پس د پي ټي آئي د سياسي کميټۍ چيئرمېن اسد قيصر نيول شوی دی او غواړي چې پي ټي آئي مات کړي.

0
63

باغي ټي وي رپورټ

نن د جيو نيوز په پروګرام کې له شاهزيب خانزاده سره د خبرو پر مهال نوموړي وويل ښه ده چې د ټاکنو نېټه راورسېده، موږ به له هرې حلقې څخه ټاکنې وګټو، کوم کار چې ټکټ ترلاسه کوي هغه به ګټونکي وي.

پروګرام کښې د خبرو په وخت د مسلم ليګ نون مشر خرم دستګير اوويل چې پي ټي آئي د ليول پلېنګ فيلډ غوښتنه کړې وه هغه پخپله د مئ په نهمه نيټه سوځولې وه۔

کوربه شاه زیب خانزاده سره خبرو کې هغه زیاته کړه چې د لیول پلینګ فیلډ غوښتونکو کسانو د خپلې خوښې نتیجې ترلاسه کولو لپاره د ده په حکومت کې ۲۰ پریزایډنګ افسران تښتولي دي.

خرم دستګیر ویلي چې د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو بدې ټاکنې په ۲۰۱۸ کال کې شوې.

بلخوا په سېنېټ کې د مسلم ليګ ن سناتور اسحاق ډار هم شکايت وکړ او ويې ويل چې مسلم ليګ (ن) هم هيڅکله د ليول پلینګ فيلډ نه دی ترلاسه کړی.

Leave a reply