په ډېره اسماعيل خان کې د ټانک اډې ته څېرمه د پوليسو پر موټر د چاودنې له امله پنځه تنه وژل شوي دي.
باغي ټي وي رپورټ
د پولیسو په وینا د ټانک په اډه کې له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي او لومړني معلومات ښيي چې په برید کې د پولیسو یو موټر په نښه شوی دی.
پوليس وايي، چې د چاودنې له امله د ځاى پر ځاى ولاړ ګڼ شمېر موټرسايکلونو ته هم زيان اوښتى او د پوليسو په ګډون ٢٠ کسان ټپيان شوي دي.
د پوليسو وينا ده چې دپيښې څخه وروستو امدادي کارمندان سيمې ته ورغلي اؤ ژوبل کسان يې روغتون ته رسولي دي.
پولیسو په چاودنه کې د ۵ تنو د وژل کیدو پخلی کړی دی.