د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر فیصل کریم کنډي، د پاکستان تحریک انصاف حامد خان او د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر طلال چوهدري د انتخاباتو د کمیشن لخوا د انتخاباتو د نیټې له اعلان وروسته خپل غبرګون ښودلی دی.
باغي ټي وي رپورټ
نن د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې د پيپلز پارټۍ مشر فيصل کريم کنډي اوويل چې ټولټاکنې په ۹۰ ورځو کښې نه دي شوي نو بيا به هم داسې کوي چې پاتې سياسي ګوندونه هم انتخابي کمپاين شروع کړي۔
نن په پروګرام کې له شاهزيب خانزاده سره د خبرو پر مهال د پي ټي ايي مشر حامد خان وويل چې ولسمشر عارف علوي تېروتنه کړې ده، بايد د اسمبلۍ له منحل کېدو وروسته نېټه ورکړي وای.
هغه زیاته کړه، د نگران حکومت نه داسې ښکاري چې رڼې ټاکنې ترسره شي، د خبرو ماحول نشته، لومړی دې د ګوند مشرتابه او کارکنان خوشې شي، بیا دې خبرې اترې وشي.
حامد خان اوويل چې د پي ټي آئي چيئرمېن واضحه ده چې ټولټاکنې دې په هر صورت او د هرې حلقې نه ودرول شي.
د پروګرام په مهال کوربه شاهزيب خانزاده سره خبرو کې د مسلم ليګ (ن) مشر طلال چوهدري وويل پيپلز پارټۍ په قصدي توګه د انتخاباتو مسله جوړه کړې ځکه چې دوي نه غواړي په اصل مسلو خبرې وکړي.
د مسلم ليګ نون مشر وويل، چې لومړى تحريک انصاف او بيا ولسمشر د دې ځنډ مسوول دى.
ياده دي وي چي صدر مملکت ډاکټر عارف علوي او چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجا په 8م فروري 2024ء عام انتخابات په کولو اتفاق کړي وو۔
د اليکشن کميشن لخوا جاري شوي بيان ترمخه د اولس مشر او چيف اليکشن کمشنر ترمينځه په 8 فرورۍ 2024 عام انتخابات په کولو اتفاق شوې دې۔
په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه اعلامیه هم خپره شوې ده.