له پاکستان څخه د ناقانونه کسانو د ایستلو پریکړه د بهرنیو رسنیو لخوا په غلط ډول وړاندې کیږي

0
264

‏د افغانستان اسلامي امارت په تورخم او چمن کې د هغو افغانانو لپاره چې له پاکستان څخه خپل ټاټوبي افغانستان ته راستنیږي، انتظامات کړي دي. اسلامي امارت له پاکستانه غوښتي چې یا دې دغه پریکړه بیرته واخلي او یا دې وځنډوي.

له بلې خوا پاکستان وايي، چې له پاکستانه ټول په ناقانونه توګه مېشت بهرنیان ایستل کېږي، دا پرېکړه یوازې په افغانانو پورې اړه نه لري، هر هغه څوک چې ایراني، بنګالي او یا د بل هېواد اوسېدونکی وي، ویستل کېږي. پاکستان وايي هغه افغانان چې افغان رجسټریشن یا POR کارډ لري هم نه شړل کیږي.

 

د سندهـ پوليسو نن يو حکم جاري کړی چې پکې ويل شوي که د پي او آر کارډ موده ختمه شوې وي نو د دسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې يې تمديد کړی دی نو هيڅوک دې افغانان نه ځوروي. کارپوھان وائ: په دې ټول بهیر کې په پاکستان کې ANP، PTM او نورو ګوندونو هیڅ رول نه دی لوبولی بلکې دوی یوازې په رسنیو کې په دروغو خپل سیاست ښیي.

Leave a reply