د کورنیو چارو وزارت په هیواد کې د غیر قانوني اوسیدونکو خلکو د ویستلو په اړه اعلامیه خپره کړه.

0
138

باغی ټی وی رپورټ

د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په پاکستان کې په ناقانونه توګه مېشت ۱۴۰ زره ۳۲۲ کسان بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي او دا ټول په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د ناقانونه مېشتو بهرنيانو د نيولو او شړلو لړۍ پيل شوې او د ناقانونه مېشتو بهرنيانو داوطلبانه راستنېدل به هم دوام ولري.

د اعلامیې له مخې له پاکستانه راستانه شویو او ویستل شویو کسانو سره به په درنښت چلند کیږي او د خوراکي توکو او طبي مرستو په ګډون به ټولې اړینې اسانتیاوې ورکول کیږي.

Leave a reply