یو مې کوردې بل مې رور دې
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان او پاکستان ترمینځ په شل اووریز نړيوال د کرکټ جام کال ۲۰۲۱ کښې ډیر خوندور میچ وشو، افغانستان اول بیټنګ وکړو او پاکستان ته ی د ۱۴۸ منډو هدف کیښود ،د پاکستان توپ وهونکو دا هدف پوره کړو او میچ ی وګټلو.
په ټولنیزو رسنیو د پاکستان او افغانستان خلق قسم قسم څرګندونې کوي، په ټویټر یو تن داسې ټویټ هم کړې چې: یو مې کور دې بل مې رور دې.
په سوشل میډیا ډیرو پاکستانیانو د افغانستان ټیم حمایت او ملاتړ کړی وو او داسې څرګندونی ی په ټولنیزو رسنیو کړې وی چې د افغانستان اولس د تیر ۴۰ کالو نه د جنګ په حالت کښې دې او باید د پاکستان اولس د افغانستان ټیم ملاتړ او حمایت وکړی.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د افغانستان کرکټ لوبغاړو ته په ښه لوبه کولو داد ورکړې دې، خان ویلی دي چې ما بل کوم هیواد ټیم داسې په ښه لوبه کولو نه دې لیدلې چې د نړۍ په جام کښې ی ځای نیولي وو، افغانستان په کم وخت کښې د مقام حاصل کړو، خان وایی چې په افغانستان کښې د کرکټ لوبې راتلونکې ډیر روښانه دې.