د ترهګرۍ ضد محکمې د پي ټي ايي مشر کامران بنګش ضمانت منظور کړی او د خوشي کېدو امر يې کړی، خو پوليسو هغه په يوه بله مقدمه کې نيولی دی.

باغی ټی وی رپورټ
د پيښور د ترهګرۍ ضد عدالت د پي ټي آئي د مشر او پخواني وزير کامران بنګش په ضد د پوليسو د ډزو او مراد سعيد ته د پناه ورکولو په مقدمه کښې د ضمانت د درخواست اورېدنه وکړه چې پکښې عدالت د کامران بنګش ضمانت منظور کړ.
عدالت د پي ټي آئي مشر ته د دوه لاکه روپو په ضمانت د خوشي کولو حکم ورکړے دے۔
د پولیس وینا ده چې د ضمانت نه وړاندې کامران بنګش په یو بل مقدمه کې هم نیول شوی او د ډیره اسماعیل خان پولیسو ته سپارل شوی دی.
پوليس وائي چي کامران بنګش په ډي آئي خان کښي د خلقو په پارولو تورن دے.





