د کراچۍ په سعود اباد سيمه کې د پوليسو او غلو ترمينځ نښته کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

باغی ټی وی رپورټ
د نوموړي په وينا، په پېښه کې يو پوليس او دوه ملکي وګړي هم ټپيان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پوليسو چارواکو وئيلي دي چې دتندلارو سره په نښته کې ژوبل شوى افسر حنيف نوميږي.
د پوليسو وينا ده چې وژل شوي ملزمان د ورځي په مهال د ښاريانو په لوټ کولو بوخت وؤ، د نيول شوؤ کسانو څخه وسلې، موبائل فونونه او دوه موټر سائيکلونه هم ترلاسه شوي دي.
د پوليسو چارواکي وائي چې په دغه نښته کې دوژل شوؤ کسانو مړي هم روغتون ته رسول شوي دي.





