د پيښور بس ريپډ ټرانزټ (بي آر ټي) د مالي بحران سره مخ دی او د پرائيويټ بس آپريټرانو بقايا نهه کروړه روپو ته رسيدلي دي۔
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2023/03/peshawarbrt.jpg)
باغی ټی وی رپورټ
خصوصي شرکت يو ځل بيا د ټرانس پيښور چيف ايګزيکټيو ته خط ليکلي چې د بقاياو د جاري کولو غوښتنه يې کړې ده.
په خط کې ویل شوي چې د اګست او سپټمبر میاشتې د ۵۸.۶ میلیونه بقایاوو پیسې نه دي ورکړل شوي، په داسې حال کې چې د روانې میاشتې تر پایه به دغه بقایا ۹۵ کروړه ته ورسیږي. په لیک کې راغلي چې د BRT عملیاتو د دوام لپاره د بقایاو تادیه کول اړین دي.
تر دې وړاندې هم څو ځله خصوصي شرکت لیکلي دي. د دې مسلې په اړه د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر بیرسټر فیروز جمال شاه ویلي چې د بي آر ټي د بقایاو مسله به ژر هواره شي.
هغه وويل، چې د بي ار ټي پروژې د بندېدو اجازه به ور نه کړي او ژر تر ژره به له خصوصي شرکت سره په ناستو کې دغه ستونزه هواره کړي.