په کابل کښې ۳۰۰۰ کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړې شوه

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت له اړخه په د کابل په بیله بیلو سیمو کښې دې ځای کرونده ګرو لپاره د دکار زمینه برابره کړه.
د باختر خبري آژانس یو رپورټ مطابق د کابل په ومسهي او چهار آسیاب ولسوالیو کښې د کار په بدل کښې د غنمو ورکول پروژې لاندې ۳۰۰۰ کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړې شوه.
د رپورټ مطابق د اسلامی امارت د کابل د کرنې ،اوبو لګولو او د مالدارۍ رییس مولوی عبدالصمد وایی چې مونږ پلان لرو چې به سروبي او خاک جبار ولسولیو کښې هم تر ۳۰۰۰ ځایی خلقو لپاره هم دغه شان د کار زمینه برابره کړو چې دوی وکولې شي چې د خپل خاندان لپاره د روزۍ ګټلو وسیله شي.
د یادونې ده چې که څه هم په افغانستان د نړیوال بانک او امریکایی ادارو له طرف نه اقتصادي بندیزونه لګیدلي خو بیا هم د افغانستان حکومت کوششونه کوي چې د افغان اولس لپاره د کار زمینه برابره کړي او دوی لپاره د ژوند اسانتیاوي پیدا کړي.
دا.ا.ا د کابل په موسهي او چهار آسیاب ولسوالیو کې دکار په بدل کې دغنمو ورکولو پروګرام له لارې ۳۰۰۰ کسانو ته دکار زمینه برابره کړه.
دکابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالصمد پاڅون وايي چې په سروبي اوخاکجبار ولسوالیو کې به هم ډیر ژر ٣٠٠٠ کسانوته دکار زمینه برابره شي. pic.twitter.com/cLvpC5HzJt— BNA Pashto (@bnapashto) October 29, 2021






