د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان هره هفته د خپلو زامنو سره د خبرو لپاره عدالت ته ورغلی دی.

باغی ټی وی رپورټ
د پي ټي آئي د چيئرمېن لخوا د هغه وکيلانو د آفيشل سيکرټ ايکټ خاص عدالت عملې ته درخواست جمع کړے وو په کوم کښې چې وئيلي شوي وو چې عدالت د اکتوبر په 21مه نيټه د پي ټي آئي د چيئرمين د زامنو سره د خبرو کولو حکم ورکړے دے۔ په داسې حال کې چې د تېرې اوونۍ په څېر نن هم د پي ټي ايي د مشر زامنو سره خبرې نه کېږي.
درخواست کښې وئيلي شوي دي چې د پي ټي آئي چيئرمېن د خپلو زامنو قاسم خان او سليمان خان سره د خبرو کولو حق لري نو د پي ټي آئي چيئرمېن زامنو ته دې هره هفته د خبرو کولو حکم ورکړے شي۔
د پي ټي آئي د چيئرمېن وکيل د عدالت عملې ته درخواست جمع کړے وو ولې د جج ابوالحسنات د موجودګۍ له وجې په درخواست عملې نه شو۔






