سپريم کورټ کښې د نيب ترميمي فيصلې په ضد د وفاقي حکومت لخوا داخل کړے شوي انټر کورټ اپيل سماعت لپاره مقرر کړے شوے دے۔

باغی ټی وی رپورټ
د وفاقى حکومت د انټراکورټ اپيل اورېدنه به د نهې په ورځ كېږي، د چيف جسټس قاضي فائز عېسى په مشرۍ كښې 5 كسيزه بنچ به د اپيل اورېدنه كوي۔
جسټس امين الدين، جسټس جمال خان او جسټس اطهر من الله او جسټس حسن اظهر رضوي به په لويه بنچ کې شامل وي.
سپريم کورټ د وفاقي حکومت په اپيل باندې د مقدمې وکيلانو ته نوټس جاري کړے دے۔
ياده دې وي چې د پاکستان پخواني چيف جسټس عمر عطا بنديال د قامي اسمبلۍ لخوا منظور کړې شوې د نيب ترميمي قانون منسوخ او کالعدم ګرځولې وو چې له هغې وروستو د پخواني صدر او شپږو پخوانيو وزيراعظمانو په ګډون د لسګونو سياستوالو مقدمې يو ځل بيا احتساب عدالت ته استول شوې وې






