د وزیراعظم پرنسپل سیکرټري ډاکټر توقیر حسین شاه له خپلې څوکۍ استعفی ورکړې ده کومه چې وزیراعظم منظور کړې ده.

0
73

باغی ټی وی رپورټ

د سرچينو له مخې ډاکټر توقير حسين شاه په نړيوال بانک کې د ايگزيکټيو ډائريکټر په توگه دگډون له امله استعفى ورکړې ده اؤ هغه به دنومبر په لومړۍ نيټه دخپلې چوکۍ ذمه واري په غاړه اخلي.

بلخوا د وزیراعظم نوي پرنسپل سیکرټري لپاره بیوروکراسي کښې لابنګ شروع شوی دی.

د ښاغلي ظهوري په وینا، د دې پوست لپاره د بیوروکریټانو په نومونو کې د مالیې سیکرټري امدادالله بوسال، د اقتصادي چارو سیکرټري ډاکټر کاظم نیاز او د هاؤسنګ او کامس سیکرټري ډاکټر شهزاد خان بنګش شامل دي، پداسې حال کې چې د لومړي وزیر له تصویب وروسته. د نوي پرنسپل سکرتر ټاکل به عملي شي.

د پاکستان انتظامي خدمت ګريډ 22 ريټايرډ افسر ډاکټر توقير حسين شاه د تېر کال د دسمبر په 25 مه تقاعد شو او د يو کال کنټريکټ ورکړل شو.

Leave a reply