د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) د مني لانډرنګ ضد حلقې د صابر حمید خلاف تحقیقات بند کړي دي.

باغی ټی وی رپورټ
د ايف آئي اے ايډيشنل ډائريکټر قانون د انکوائري بندولو لپاره خط جاري کړے دے۔ ایف آی اې صابر حمید ته د اکتوبر په ۲۳مه نوټس جاري کړی وو او هغه حاضر نه شو.
يوه نږدې سرچينه وايي، چې FIA د ناسم پوهاوي پر بنسټ يو نوټس صادر کړى، زموږ کاروبار پاک دى او هيڅ غير قانوني نه دى.
صابر حمید ته نږدې سرچینو ویلي چې موږ له ۴۰ کلونو راهیسې سوداګري کوو، د سوداګرۍ مخالفین د حسد له امله موږ بدناموي.
صابر حمید ته د نږدې سرچینو په وینا، موږ ټول شواهد او د مالیاتو ریکارډ لرو.





