په ننګرهار کښې د خبریال کورنۍ سره مالي مرسته وشوه

0
81

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د اسلامی ریاست د خبریالانو د خوندیتوب کمیټۍ له لوری د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریس په حضور کښې د وژل شوي خبریال سید معروف سادات له کورنې سره مالي مرسته وشوه.

د یاد ریاست مشرانو د خدابخښلي خبریال سید معروف سادات وړوکې لور سره نغده مالي مرسته وکړه، په دې موقع د خبریال د کورنۍ نورو غړو د یاد ریاست مننه وکړه چې د سادات د کورنۍ سره ی مرسته وکړه.
یاده دې وی چې سادات یو وتلې خبریال وو او په ۳ اکتوبر په جلال آباد ښار کښې د ناڅرګنده وسله والو له خوا په ډزو اوویشتل شو، رسنیو د د سادات رورو ویلي وو چې زمونږ د هیچا سره هم څه دښمني نشته او مونږ ته داسې معلومات هم نشته چې سادات چا اووژل.
دا خبره هم د یادونې ده چې په جلال آباد کښې د اسلامی امارت په سرتیرو هم بریدونه ترسری شوي او ددې بریدونو ذمه واري د داعش خراسان ډلې په خپله غاړه اخستې ده.

Leave a reply