د کرم ضلعې علي شيرازئي پشمول د مرکزي کرمې قبائلي مشرانو ځایی ځوانانو اوماشومانو لپاره ته د مفت کوچنګ اکيډمي جوړولو او د زده کړې اسانتیاوو غوښتنه کړې ده
باغی ټی وی رپورټ
د کرم ضلعې علي شيرازئي پشمول د مرکزي کرمې قبائلي مشرانو ځایی ځوانانو اوماشومانو لپاره ته د مفت کوچنګ اکيډمي جوړولو او د زده کړې اسانتیاوو غوښتنه کړې ده.
د دې سیمې اولس او مشرانو اعلي حکومتي چارواکو کور کمانډر پيښور اظهر حيات، نگران وزيراعظم انوار الحق کمانډر 73 بريګيډئير کرم الله اوکړه کمانډنټ کرم او ډي سي کرم الله څخه غوښتنه اوکړه چې زمونږ د ماشومانو د ښه مستقبل او باکيفيته تعليم لپاره دې فوري او موثر ګامونه پورته کړې شي چې د ملک د نورو برخو په شان د قبائيلي ماشومان هم د ملک په پرمختګ کښې فعال کردار ادا کړي۔
په دی اړه د مناتو علیشیرزی قوم اوویل چی په نننی عصر کښي معیاري تعلیم لازمي دی په کوم کښي چی دکمپیوټر او عصری علومو او ټیکنالوجی په اړه تعلیم او کورسونه جاری کړی شی نو بیړنی عمل دی پکار دی او په عین وخت کښي دا قسمه اکاډمی هم پکار ده.
مشرانو دا غوښتنه هم کړې چې د (ښځینه) زده کوونکو لپاره دې هم د زده کړې لپاره اسانتیاوې ورکړل شي او جونو لپاره دې هموکوچنګ اکیډیمی جوړه شي چې ځایی سیمې کورنۍ ښځینه
زده کوونکې هم لکه د نورو سیمو جونو په شان تعلیم حاصل کړي. . د کرم ضلعې اوسېدونکو د رسنیو له نمایندګانو سره د خبرو پر مهال په یوه مطبوعاتي سروې کې ویلي، چې د پاکستان په کچه د کرم ولسوالۍ یوازینۍ سب ډویژن مرکزي کرم سیمه ده، چې د پاړه څمکني ماسوزي او زیمشت،علي شیرزی او ژوند کوي .
مشرانو غوښتنه کړې چې ددې سیمې اولس لپاره.د د ژوند اسانتیاو سره.سره.دې ځای اولس نارینه او ښځینه زده کوونکو لپاره دې هم اسانتیاوې ورکړل شي