د پاکستان پيپلز پارټۍ وياند فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې د جلسې ډکول اسان دي خو مسلم ليگ به څنګه صندوقونه ډکوي

0
69

باغي ټي وي رپورټ

له شاهزيب خانزاده سره په ننۍ خپرونه کې د خبرو پر مهال فيصل کريم کنډي يو ځل بيا د (ن) ليگ په مشرتابه نيوکې وکړې او ويې ويل چې نواز شريف ټولې خبرې کړي خو د ټاکنو په اړه يې خبرې نه دي کړي.

هغه وويل چې بې نظير د يو ديکتاتور په ننګه وطن ته ستنه شوې وه خو نواز شريف په يو رياستي پروګرام پاکستان ته راغلى دى.

د پيپلز پارټۍ وياند وويل د پنجاب د ډوميسائل ګټه دا ده چې دوي ته تل د اکثريت حکومت ورکول کيږي خو کله چې د سندهـ وزيراعظم راشي نو د اتحادي حکومت د چلولو غوښتنه کيږي.

Leave a reply