د پاکستان هاکي فیډریشن رانا مجاهد د سیکرټري په توګه انتخاب کړی دی.

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان هاکي فېډرېشن د جنرل کونسل په غونډه کې د پاکستان د هاکي فېډرېشن د سيکرټري او جوائنټ سيکرټري د ټاکلو پرېکړه په متفقه توګه وشوه.
د متفقه پرېکړو له مخې رانا مجاهد د حيدر حسين پر ځای د پاکستان هاکي فېډرېشن سيکرټري او کرنل ريټائرډ آصف کھوکھر د جوائنټ سيکرټري په توګه وټاکل شو.
د سرچينو له مخې سيکرټري او جوائنټ سيکرټري به تر اکتوبر 2026 پورې د پاکستان هاکي فيډريشن کې دندې ترسره کوي.
صدر پی ایچ ایف به د جنرل کونسل د غونډې په اړه باقاعده پریس کانفرنس هم کوي.






