په پاکستان کې د افغانانو پرله پسې ځورونه؛ په پېښور کې د افغان مهاجرینو په سلګونو دوکانونه ویجاړ شول

0
219

پاکستاني رسنیو دا هم ویلي دي چې په دې عملیاتو کې ۱۰۰ تنه چې د دغو ودانیو د ویجاړولو پر مهال یې مقاومت کاوه نیول شوي دي. د رسنیو د معلوماتو له مخې، بورد بازار چې د «کوچني کابل» په نوم یادیږي، نږدې ۹۰ سلنه هټۍ او کاروبار یې په افغان مهاجرینو پورې اړه لري.

بل خوا په بازاربورد کې د یو شمېر افغانانو دوکانونه نړول شوي ديازادي راډیو وايي، پولیسو له مخکې خبرتیا پرته د دوی دوکانونه ویجاړ کړي او له دوی سره یې ناسم چلند کړی دی.

(2023 / 10  / 24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار په بازار کې د پېښور د پرمختیايي ادارې له خوا د افغانانو شاوخوا ۴۰۰ دوکانونه او کوټې ویجاړې شوې دي.

بېلابېلو پاکستاني رسنیو د سیمه ییزو چارواکو له خولې لیکلي، چې دغه دوکانونه د ټولو قوانینو خلاف په پاخه سړکونو او دولتي ځمکو کې جوړ شوي دي.

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د یوه نامعلوم چارواکي له قوله لیکلي، چې دا عملیات به په همدې ډول په ټول ښار کې ترسره شي او د هر ډول غیر قانوني ودانیو مخه به ونیول شي.

پاکستاني رسنیو دا هم ویلي دي چې په دې عملیاتو کې ۱۰۰ تنه چې د دغو ودانیو د ویجاړولو پر مهال یې مقاومت کاوه نیول شوي دي. د رسنیو د معلوماتو له مخې، بورد بازار چې د «کوچني کابل» په نوم یادیږي، نږدې ۹۰ سلنه هټۍ او کاروبار یې په افغان مهاجرینو پورې اړه لري.

اړوند موضوعات:

هغه افغان کډوال چې د لویدیځو هیوادونو ویزو ته انتظار باسي له پاکستان څخه نه ایستل کیږي

Leave a reply