باغی ټي وي رپورټ
تيره ورځ د کراچۍ يونيورسټۍ هائي جي هاسټل کښې د ايم فل يو طالبعلم سهار د حمام لپاره تللې وو چې تر ماښامه پورې د تشناب دروازه نه وه پرانستلې شوې نو د طالبعلم مړی وموندل شو.
زده کوونکی روغتون ته یووړل شو چې هلته یې مړ اعلان شو.
د پولیسو چارواکي وايي، د دغه محصل پر بدن د ماښام د ۷ او ۸ بجو تر منځ راپور ترلاسه شوی، چې ظاهراً پر بدن یې هېڅ نښه نه وه.
د پوليس ترمخه د طالبعلم مختار پوسټ مارټم عباسي شهيد هسپتال کښي مکمل کړے شوے د ابتدائي رپورټ ترمخه طالبعلم د حمام کولو په مهال په تشناب کښي لويدلي دے۔
پوليس وايي، مختار که په وخت طبي مرسته ترلاسه کړې واى، ښايي ژغورل شوى واى، پر بدن يې د تاوتريخوالي نښې نه شته، مرګ يې طبيعي ښکاري.
بلخوا د طالبعلم کورنۍ غړو مړی د هسپتال نه خپل پلرني کلي سوات ته رسولی دی.










Leave a Reply