پيښور کښي په لويو سړکونو د پټو مجرمانو عکسونو بينرونه لګولو فيصله شوي ده۔

0
215

باغی ټي وي رپورټ

د پوليسو ترمخه د ملزمانو تصويرونه به په اړوندو پوليس سټيشنو، چيک پوسټونو او مهم سړکونو کې ښودل کيږي اؤ دغلته دترهه گرۍ، دمخدره موادو قاچاق اؤ نورو جرمونو کې ککړ د١٠٠٠ؤ څخه زياتو پټو ملزمانو تصويرونه جاري کړل شوي دي.

د پوليس وينا ده چي په بينرونو کښي به د ملزمانو د نومونو او ادرسونو سره د ملزمانو عکسونه هم لګولي شوي وي او بينرونه به عامو خلقو ته هدايات ورکوي چي د مطلوب ملزم سره هيڅ تعلق نه ساتي که چري هم څوک ورسره وليدل شو نو په ضد به ئي کاروائي کولي شي۔

د پولیس وینا ده چی د بینرونو لګولو مقصد د ملزمانو په اړه عامه پوهاوی کول دی، پولیس د دغه مطلوب ملزمان په ګرفتارولو کښي د عوامو نه مرسته غوښتې ده.

Leave a reply