د ملي هوايي شرکت PIA مالي بحران دوام لري او دا مهال د پاکستان دولتي تېلو (PSO) څخه د تېلو عرضه هم کمه شوې چې له امله يې د ملي هوايي شرکت څو الوتنې لغوه شوي دي.
باغی ټي وي رپورټ
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ملي هوايي شرکت پروازونه سخت اغېزمن شوي، چې له امله يې مسافر له ستونزو سره مخ دي.
سرچينې وايي، د تېلو د نشتوالي له امله د کراچۍ نه اسلام اباد، کوټې، بهاولپور، لاهور، ګوادر او ملتان ته د پروازونو په ګډون د ټول هېواد له هوايي ډګرونو څخه د PIA تر 25 زيات پروازونه لغوه شوي دي.
د سرچينو ترمخه د لاهور، اسلام اباد، کوئټې، سيالکوټ، ملتان او پيښور هوائي اډو څخه د پي آئي اے پروازونه هم لغوه شوي دي.
له کراچۍ څخه بېلابېلو هوايي ډګرونو ته ۱۶ پروازونه لغوه شوي دي
له کراچۍ څخه بېلابېلو هوايي ډګرونو ته ۱۶ الوتنې لغوه شوي، له کراچۍ څخه اسلام اباد ته ۳ پروازونه او له اسلام اباد څخه کراچۍ ته ۲ پروازونه لغوه شوي او له لاهور څخه کراچۍ ته ۲ پروازونه لغوه شوي دي.
د دې نه علاوه د کراچۍ نه لاهور ته 3 پروازونه، د کراچۍ نه گوادر، بهاولپور، فیصل آباد ته 6 پروازونه او د سیالکوټ څخه مسقط ته 2 پروازونه منسوخ کړل شوي دي.
د تېلو د سمون پلان له مخې به نن د کراچۍ ائيرپورټ نه صرف 5 کورني او نړيوال پروازونه کار کوي چې پکې کراچۍ سکر ته دوه طرفه پروازونه، اسلام اباد، دوبۍ او جدې ته يو يو پرواز شامل دي.