د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اسد قیصر ویلي، د نواز شریف وینا د ده د خپل ورور د ۱۶ میاشتني حکومت پرضد توره ده.

باغی ټي وي رپورټ

هغه وویل چې نواز شریف د ۲۰۲۲ کال د اګست د میاشتې ارقام هغه وخت ورکړل چې ورور یې په حکومت کې و.

اسد قیصر وویل چې د پی ټي ايي د بدنامۍ تر شا د میان صاحب او د هغه ګوند لاس دی، یو لیول پلینګ میدان ورکړئ، شفاف انتخابات ترسره کړئ، ولس پرېکړي وکړي.

ده ووئيل چې د نواز شريف او چيئرمېن پي ټي آئي پشمول ټولو ګوندونو ته دې د انتخابي كمپاين كولو موقع وركړې شي۔

له دې وړاندې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مسلم لیګ (ن) د مشر او پخواني وزیراعظم نواز شریف د بیرته ستنیدو په اړه د غبرګون ښودلو په ترڅ کې ویلي وو چې نن ریاست د یوه قومي مجرم د بیرته ستنیدو لپاره قانون او انصاف په خپلو لاسونو دفن کړی دی.

د پي ټي ائي لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې ولس د حکومت د بدلون سازش نه مني ، د لندن منصوبه او مقصد به يې نه مني .

بل خوا د پي ټي آئي مشر علي محمد خان د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کښې د خبرو په مهال نواز شريف ته وطن ته د راتګ هرکلے وکړو۔

په خپرونه کې په خبرو کې علي محمد خان وویل چې نواز شریف ته ښه راغلاست وایو خو که هغه په ​​اساسي قانون کې راغلی وای ښه به وای.

ده ووئيل كه د پي ټي آئي چيئرمېن تر راتلو وروسته انتخابات وشي نو دوي به څنګه حكومت كولې شي، څومره وخت به مونږ په جيلونو كښې ساتي او اخر به په لارو كوڅو ته راځو.