د افغانستان ګاونډي هیوادونه باید امریکا ته اډې ور نه کړي: د روس غوښتنه

0
992

باغي ټي وي رپورټ
د روس د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ګاونډی ملکونو نه غوښتنه کړې چې امریکا او د نیټو ته نظامي اډې ور نه کړي چې دا به د ددې منطقې د امن لپاره یو ښه ګام وشی که ددې منطقې هیوادونه امریکا ته نظامي اډې ور نه کړي.

د بي بي سي یو رپورټ مطابق د ایران په پایه تخت تهران کښې د افغانستان په روان سیاسي وضعیت د ګاونډي هیوادونو غونډه پرون د چارشنبې به ورځ پیل شوي دې ، په غونډه کښې د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف اوویل چې مونږ د افغانستان ګاونډی هیوادونو نه غواړی چې امریکا او ناټو ته نظامی اډې ور نه کړي.
لاروف اوویل چې روس نه غواړي سپارښتنې په بل ور و تپي خو د ستونزو د هواري لپاره یوه ګټورې لارې وړاندې کوی، د روس وزیر خارجه اوویل چې باید چې د افغانستان سیاسی او قومي ګټې به نظر کښې ونیول شی او هم دغه وجه ده چې روس غواړي چې په افغانستان کښې یو ټول شموله حکومت جوړ شي.
یاده دې وي چې د روس اولس مشر ولادیمیر پوټن له لورې څو ورځې وړاندې یو بیان جاري شوې وو ، ویلي وو چې په افغانستان کښې روس د جنګ ډیره تجربه لري او ددې هیواد ستونزه په جنګ نه هواریږي او د سیاسي لارې دې ددې هیواد د ستونزو حل را اوویستل شي.

Leave a reply