له کراچۍ څخه د ریل ګاډي په قافله کې سپاره د مسلم لیګ نواز ګوند یو کارمند مړ شوی دی.

باغی ټي وي رپورټ
د وژل شوي کارکونکي هویت ۶۰ کلن کرامت ښودل شوی دی.
د ليګ مشر محمد زبير وينا ده چې محرابپور جنکشن سره نزدې په ټرين کښې د ناڅاپه بيمارۍ له وجې دغه کارکن مړ شوے دے۔
وژل شوی کرامت شهباز د کراچۍ د سپر هائي وے ګوت اوسېدونکی و چې جسد یې د ایمبولینس په ذریعه کراچۍ ته رسول شوی دی.
ياده دې وي چې د مسلم ليګ (ن) مشر او پخوانى وزيراعظم نواز شريف به د څلور کلنې جلاوطنۍ نه پس نن خپل وطن ته ستنيږي چرته چې به لاهور کښې يوې جلسې ته وينا هم کوي۔






