د سندهـ نګران حکومت سکرند ته نژدې د مري جلباني په پېښه کې د ۴ کسانو په وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او له کورنیو سره یې د مرستو اعلان کړی دی.

باغی ټي وي رپورټ
د کورنو چارو نگران وزير حارث نواز د آئي جي سندھ سره د مري جلباني کلي ته رسيدلي او د غمځپلو کسانو سره يې خواخوږي او غمرازي اوکړه او د ٨٠،٨٠ لاکه روپو ورکولو اعلان يې وکړو.
په مري جلباني کې د خبرو پر مهال بريګيډير ريټايرډ حارث نواز وويل چې انسپکټران د وزيراعلي په هداياتو راغلي دي، پېښه د افسوس وړ ده.
هغه وويل، د دې پېښې په اړه پلټنې روانې دي، چې د سپټمبر په ٢٨مه د سکرونډ ته څېرمه په مري جلباني کلي کې شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې د سپټمبر په ۲۸مه هم سکروند ته څېرمه په مري جلباني کلي کې د پوليسو او رينجر په ګډو عملياتو کې ۴ تنه وژل شوي وو.
د رېنجرز وياند ترمخه په مري جلباني کې د مجرمينو په ضد کارروائي شوې وه، د کارروايۍ په مهال د رېنجر اهلکارو په ډزو کې 4 تنکي ځوانان ژوبل شوي وو، چې وروستو د پوليس او رينجرز په ځوابي کارروائي کې 4 کسان وژل شوي وو.
بل لوري ته تر پېښې وروسته د وژل شويو کسانو خپلوانو مړي د ملي لويې لارې په اوږدو کې په لاريون لاس پورې کړل.
مظاهره چیانو د پېښې د مقدمې درج کولو غوښتنه کوله، د پېښې د مقدمې درج کېدو وروستو دھرنا ختمه شوه او د پېښې قربانیان خاورو ته وسپارل شول.





