باغی ټي وي رپورټ
د پېښور د ماشومانو د تحفظ محکمې قاضي حنا مهوش د ماشومې د جنسي تشدد نه وروسته د وژلو په مقدمه کې د نامزد ملزمانو د مقدمې اورېدنه وکړه.
د اوريدنې په مهال پوليس وئيلي دي چې ملزم آصف رضا عرف ملنګ اته کلنه ماشومه د جنسي تيري نه پس وژلې وه۔
پوليس وائي چي د ملزمانو خلاف په باړه بير پوليس سټيشن کښي د بيلا بيلو ايوانونو لاندي مقدمه درج کړے شوي ده، پوليس تحقيقات مکمل کړي او چالان ئي عدالت ته جمع کړي دي۔
محکمې تورن ته د سزا اورولو وروسته درې وارې د مرګ سزا واوروله او د لس لکه روپیو جریمې حکم یې وکړ.
ياده دې وي چې د يوې اته کلنې ماشومې د وژنې پېښه د ۲۰۲۰م کال د نومبر په ۱۸مه رامنځته شوې وه، چې د پېښې په ضد د سيمې خلکو د څو ورځو لپاره کوهاټ روډ د هر ډول ټرافيکو لپاره تړلی و.










Leave a Reply