هغه وحشي پلار چې د اکتوبر په لومړۍ نېټه يې د لاهور په کهنه سيمه کې څلور ماشومان په نهر کې په غورځولو سره وژلي وو، په يوه نښته کې ووژل شو.

0
81

باغی ټي وي رپورټ

د پوليس ترمخه وحشي پلار د اکتوبر په لومړۍ نيټه خپل څلور ماشومان نهر ته غورځولي وو چې پکښې د دريو ماشومانو مړي برآمد شوي وو ولې ملزم عظيم د پوليس حراست کښې وو۔

د پوليسو له مخې کله چې ملزم دڅلورمې نجلۍ د جسد پيژندګلو کولو لپاره بوتلل نو دپينډکي نهر ته نزدې دهغه دوه ملگرو په پوليسو ډزې وکړې چې پکې ملزم وژل شوى خو دپوليسو د ځوابي ډزو له امله ملزم تښتيدلى دى.

ياده دې وي، چې له کانال څخه د ١٢ کلن غلام صابر، د ٩ کلنې سامعې او دوه کلنې عايشه مړي را ايستل شوي دي.

Leave a reply