د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) د اجرایوي کمیټې فوق العاده غونډه په غزه کې د زیاتیدونکي کړکیچ د بیا کتنې په موخه جوړه شوه.

0
69

باغی ټي وي رپورټ

په دې کتنه کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د ایران، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره جلا جلا کتنې وکړې.

په دې موقع شهزاده فیصل د غزې په تړانګه كښې د عامو وګړو په نښه كولو په ضد د سعودي د دريځ نه خبر كړو او د نړيوالو بشري قوانينو په عملي كولو يې ټينګار وكړ .

شهزاده فیصل د بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني سره په لیدنه کې په سیمه کې د کړکیچ د پای ته رسولو او پر غزې د بمبارۍ پر مهال د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د نړیوالو هڅو په اړه خبرې وکړې.

د یادولو وړ ده چې په جده کې د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) د اجرایوي کمیټې په غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په غزه کې د جنګي جنایتونو په خاطر اسراییل د عدالت منګولو ته وسپاري.

OIC په غزه کې پر روغتون د اسراییلو بمباري یو جنګي جنایت بللی او پر اسراییلو یې غږ کړی چې د فلسطینیانو پر ضد خپل تیري ودروي او د غزې د محاصرې د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه یې کړې او د مرستو د بیا پیلولو غوښتنه یې کړې ده. کمربند سمدستي

Leave a reply