سيکرټري پاور ډويژن راشد لنګريال وئيلي دي چي ټول ملک کښي به د لوډشيډنګ ختم کړے شي کوم چي د غلا نه پاک دي۔

باغی ټي وي رپورټ
مردان کښې يوې دستورې ته دوينا په مهال د پاور ډويژن سيکرټري راشد لنګريال اوويل چې د وزيراعظم په هداياتو د ستمبر په اوومه نيټه د بجلئ غلا په ضد کمپاين شروع کړے شوے وو چې پکښې د بجلئ چورانو نه 26 اربه روپۍ جمع کړي شوي دي په کوم کښې چې په 12 مياشتو کښې دغه وصولې شوې دي۔ تر 300 ملیاردو پورې رسیږي
سيکرټري پاور اوويل چي که بلونه ورکړے شي نو دوي به لوډشيډنګ نه کوي، په ټول ملک کښي هغه فيډز کښي به لوډشيډنګ بند کړے شي کوم چي د غلا نه پاک وي، په مردان کښي ثابته شوي ده چي د غلا مخه نيولے شي نو ځکه مردان کښي لوډشيډنګ کړے شوے دے۔ او نن به د مردان ښار 17 فيډرونه د لوډشيډنګ نه پاک شي۔
هغه زياته کړه چې د مردان ضلعي انتظاميې د بجلۍ غلا مخنيوي لپاره ډېر کار کړی، د بجلۍ چور په ضد بې تفاوته کاروائي کيږي، چې له دې وروسته مردان د پاکستان لومړی ښار دی چې د بجلۍ غلا نه پاک شوی دی.
راشد لنګريال وويل، د برېښنا د غلا مخه د رياست د کارکوونکو له ښکېلتيا پرته ناشونې ده.
سيکرټري پاور زياته کړه چې کوم حکومتي څانګي چې د بجټ بقايا لري د دوي د بجټ نه به کمي کولي شي۔