د سندهـ نگران وزيراعلي مقبول باقر وايي، د چين د اورګاډي شرکت به د کراچۍ لوکل ټرين سيستم جوړوي.

باغی ټي وي رپورټ
د چائنا ریلوې کنسټرکشن کمپنۍ صدر او نائب صدر د سندهـ نگران وزیراعلیٰ مقبول باقر سره ملاقات کړی چې پکښې د کراچۍ سرکلر منصوبې په مکملولو اتفاق شوی دی.
نگران وزيراعلي اوويل چې د سرکلر رېلوې زمکې مسلې تقريباً حل شوې دي، د KCR منصوبې د خودمختار ضمانت مسئله به هم هواره شي۔
هغه زياته کړه چې د کراچۍ سرکلر رېلوې لاره شاوخوا 43 کلوميټره غځول شوې ده چې پکې د سټېشن، لانډۍ، ملير، اورنګي او ډرګ روډ په ګډون ډېر ځايونه شامل دي.
جسټس (ر) مقبول باقر وويل چې د چين د رېلوې شرکت به د کراچۍ لوکل رېل نظام جوړوي.






