د پاکستان د مسلم لیګ (ن) او د پاکستان پیپلز ګوند مشرتابه په غزې تړانګه کښې په روغتون د اسرائیلو بمباری وغندله.

0
89

باغی ټي وي رپورټ

د مسلم لیګ (ن) مشرې مریم نواز ویلي، چې په غزه کې څه وشول ظالمانه، وحشیانه او غیر انساني دي.

هغه وویل پر روغتونونو بمباري جنګي جنایت دی، نړۍ د اسرائیلو له ظلمونو سترګې نه شي پټولی، دغه جنون باید همدا اوس ودریږي، مسوول کسان باید حساب شي.

پخوانۍ خارجه وزير او د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو هم په غزه کښې په روغتون د اسرائيلو د بمبارۍ غندنه وکړه او وې ويل چې اسرائيل په روغتون باندې په حملې سره د وحشت ټول حدونه تېر کړل. پر روغتون د اسرائیلو برید د ټول انسانیت لپاره د شرم وړ دی.

بلاول بهټو وويل په روغتون بريد کې د سلګونو فلسطينيانو شهادت د اسرائيلو د وحشت ښکاره ثبوت دی.

هغه له نړیوالو سازمانونو وغوښتل چې د اسرائیلو د غیر انساني پرمختګ په مخنیوي کې رول ولوبوي.

Leave a reply