روسیه: پر افغان شیعه ګانو د داعش بریدونه د مذهبي کرکې د پارولو په هدف دي

0
252

روسیه: پر افغان شیعه ګانو د داعش بریدونه د مذهبي کرکې د پارولو په هدف دي

مېرمن زاخارووا په افغانستان کې د ترهګرۍ پر له منځه وړلو ټینګار وکړ. دغه برید په ۲۱ مازیګر د پلخمري ښار په امام زمان جومات کې شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه برید کې ۱۷ تنه وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان شوي دي. طالبانو په دغه برید کې د ۷ تنو د وژل کیدو او ۱۷ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

 

(2023 / 10 / 18   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند په پلخمري ښار کې د شیعه ګانو پر جومات د داعش وروستي برید د غندلو پرمهال ویلي، چې دا برید د مذهبي کرکې د پارولو لپاره شوی دی.

ماریا زاخارووا دا برید “غیر انساني، غیر عادلانه او په افغانستان کې د بې ثباتۍ لپاره” بللی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویب پاڼې د دوشنبې په ورځ (۲۴ میزان) په یوه بیان کې د ماریا زاخارووا په حواله لیکلي: «موږ په افغانستان کې د شیعه لږکیو پر وړاندې د داعش ډلې یو بل تروریستي برید په کلکه غندو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند له طالبانو وغوښتل چې د دغه ترهګریز برید تنظیموونکي ژر تر ژره وپيژني او مجازات کړي.

مېرمن زاخارووا په افغانستان کې د ترهګرۍ پر له منځه وړلو ټینګار وکړ. دغه برید په ۲۱ مازیګر د پلخمري ښار په امام زمان جومات کې شوی دی.

اړوند موضوعات:

روسیه: حملات داعش علیه شیعیان افغانستان برای برانگیختن نفرت مذهبی است

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه برید کې ۱۷ تنه وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان شوي دي. طالبانو په دغه برید کې د ۷ تنو د وژل کیدو او ۱۷ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

Leave a reply