دپاکستان په سفارت خانه کښې د افغان زده کوونکو لپاره د کمپوټر زده کړې پیل شوې

0
91

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفارت خانې له اړخه د په اوله مرحله کښې ۱۰۰ افغان زده کوونکو لپاره د کمپیوټر او د انګریزې ژبې د زده کړې کورس پیل شوي دې.

د پاکستان سفیر منصور احمد په خپل ټویټر پانړه لیکلي دي چې د ۱۰۰ افغان زده کوونکو لپاره مو د کمپوټر او د انګریزۍ ژبې ټریننګ پیل کړي دې، په دې ټریننګ کښې یو شمیر افغان جونه زده کوونکې هم برخه اخلی او دوی به د کمپیوټر او د انګریزې ژبې زده کړې وکړی او د ټولنې او د خپل خاندان لپاره به یو ښه رول ولوبوي.
یاده دې وی چې تیره میاشت د پاکستان په کابل کښې سفارتي مشن اعلان کړې وو چې د افغان زده کوونکو لپاره به په اکتوبر میاشت کښې د کمپویټر او د انګریزې ژبې درسونه پیل شی او نن هغه ورځ مو ولیدله چې د پاکستان په سفارت خانه کښې د افغان زده کوونکو، چې پکښې جونه هم شاملې دې ،د کمپیوټر او انګریزې ژبې کورس پیل شو.
افغان زده کوونکو په دې موقع رسنیو ته ویلي دي چې د پاکستان حکومت دا یو ډیر ښه ګام دې چې د افغان زده کوونکو لپاره ی په خپل کور کښې د کمپیوټر او انګریزي ژبې د زده کړې موقع په لاس ورکړه.
یاده دې وی چې تیره میاشت ۹۳۸ هغه افغان زده کوونکي هم د تورخم په لاره پاکستان ته راداخل شول کوم چې د پاکستان په بیله بیل کالجونو او پوهنتونونو کښې لوړې زده کړې کوي، دې افغان زده کوونکو ته په پاکستان کښې د علامه اقبال سکالرشپ په ذریعه پاکستان کښې د لوړوزده کړو لپاره داخله ورکړل شوي ده.

Leave a reply