پوليس افسرانو په عدالت کې يو پوليس افسر ته د وهلو ټکولو د مقامي عدالت د سزا خلاف هائي کورټ کې درخواست جمع کړی دی.

باغی ټي وي رپورټ
د جوډيشل مجسټرېټ غربي لخوا پوليس افسرانو ته د مسلسل ذلت آميز او غيرمعمولي سزاګانو په ضد د سيشن جج غربي په عدالت کښې د ضلعي مشر سره تعلق لرونکي پوليس افسران حاضر شول۔
متاثره پوليسانو د ايس ايس پي ويسټ سره د سيشن جج عدالت کښي د پيښو په اړه خپل بيانونه ريکارډ کړي دي۔
ډي ايس پي سرجاني ټاون طاهر خان، ايس ايچ او سرجاني ټاون امجد کياني، ايس آئي او سرجاني ټاون طارق خالد او افسر سهيل احمد چې په دُرو وهلو محکوم شوي وو د مقامي عدالت د سزا خلاف سيشن کورټ کښې درخواست جمع کړے دے۔





