د پاکستان او چین په سوداګریزو اړیکو کې د پام وړ پرمختګ شوی چې له مخې یې د چین له یوې کمپنۍ سره د صادراتو د دوه میلیارده ډالرو د زیاتولو هوکړه شوې ده.

باغی ټي وي رپورټ
د سوداګرۍ وزارت سرچینې وايي، د پاکستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزې پانګونې او سوداګرۍ د زیاتولو په موخه هوکړه شوې او دغه هوکړه چین ته د سوداګرۍ او صنایعو د وزیرې ګوهر اعجاز د سفر پر مهال شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د هوکړې له مخې به چينايي کمپنۍ د پاکستان يو کنسورشيم جوړوي او چينايي کمپنۍ به له پاکستانه د سور مرچ او غوښې په ګډون نور محصولات واردوي.
د دې تر څنګ به چینايي کمپنۍ له پاکستاني کمپنیو سره هم ګډ کار پیل کړي.






