د پاکستان ملي هوايي شرکت PIA ته له تېرې ورځې راهيسې د تېلو رسول پيل شوي، چې وروسته يې الوتنې پيل شوې دي.

0
99

باغی ټي وي رپورټ

د تيلو د نه سپلائي او انتظامي ستونزو له وجې د پي آئي اے شيډول سخت متاثره شوي چې له وجې 19 کورني او بهرني پروازونه لغوه شوي او د 20 نه زيات کورني او بهرني پروازونه په غير معمولي توګه ځنډولي شوي دي۔

خو اوس د PIA د وياند له لوري خبر ورکړل شوى چې نن سهار ملي هوايي شرکت ته د تېلو رسول پيل شوي، چې وروسته په بېلابېلو هوايي ډګرونو د الوتنو تګ راتګ بند شوى دى.

د وياند له مخې د پاكستان دولتي تېل سره د ورځې په بنياد د تېلو سپلائي لپاره يو معاهده شوې ده چې له مخې به يې پي آئي اے د ورځې لس كروړه روپۍ وركوي او د دې مطابق به تېل وركوي۔

ویاند زیاته کړه چې د تیلو له کمښت وروسته د تېرې شپې راهیسې په لاهور کې بنده شوې الوتکه پي کی ۳۰۷ کراچۍ ته روانه شوې ده، په داسې حال کې چې د تېرې شپې راهیسې په اسلام اباد کې بند پاتې شوې الوتکه پي کی ۳۰۹ هم کراچۍ ته روانه ده.

Leave a reply