د مسلم ليګ (ن) مشر او د پاکستان پخواني لومړي وزير نواز شريف د اسرائيلو يرغل نه يوازې پر فلسطين بلکې پر ټول بشريت بريد وباله.

باغی ټي وي رپورټ
په سوشل ميډيا خپل يو بيان كښې نواز شريف ليكلي چې د زرګونو بې ګناه وګړو شهادت د انساني ضمير لپاره لويه پوښتنه ده۔
پخواني لومړي وزیر زیاته کړې چې نړۍ باید پوه شي چې د فلسطین د مسئلې د دایمي حل پرته به دایمي سوله له خطر سره مخامخ وي، پاکستان د تل په څېر له خپلو فلسطیني وروڼو سره ولاړ دی.
نوازشريف وويل دپاکستان حکومت بايد په هر نړيوال فورم کې دفلسطين دحقوقو په حق کې خپل غږ پورته کړي اؤ حکومت دې دفلسطين خلکو ته دخوراکي موادو، دوا اؤ دضرورتونو دبرابرولو لپاره فوري اقدام وکړي.
د یادولو وړ ده چې د تیرو ۹ ورځو راهیسې د اسراییلو په وحشت کې تر ۲۶۰۰ ډیر فلسطینیان شهیدان شوي او تر ۱۰ زرو ډیر ټپیان شوي دي.
اسرائیلو په بشپړه توګه غزه کلابنده کړې او غزې ته د مرستو رسولو اجازه هم نه ورکول کېږي، روغتونونه او ښوونځي هم د اسرائیلو له بمباریو خوندي نه دي.





