د اسلام اباد هائي کورټ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيرمين عمران خان په جيل کښې د سایفر کيس سماعت کولو په ضد درخواست خارج کړے دے۔

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس عامر فاروق دا فيصله د درخواست د ختمولو فيصله اوکړه۔
وجوهات به په تحريري فيصله کښې په ډاګه شي چې په کوم بنياد د پي ټي آئي چيئرمېن درخواست ختم کړے شوے دے۔
د اسلام آباد هائي کورټ د درخواست په اړه ليکلې فيصله به ډير زر جاري کړي شي۔
ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيئرمېن د سایفر مقدمې په جېل کښې د مقدمې په ضد درخواست جمع کړې دې۔
نن د پي ټي آئي چيئرمېن لخوا سردار لطيف کهوسه عدالت ته وړاندې شو او د سایفر مقدمې يې غلط او بې بنياده وبللو او ويې ويل چې د سيفرېټ په مقدمه کښې د سيکرټ ايټ سيکشن 5 اطلاق نه کيږي.
لطیف کهوسه وویل چې دا سیفر په امریکا کې د پاکستان سفیر اسد مجید ته ورکړل شوی و چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا رد شوی او دا مهال په بهرنیو چارو وزارت کې دی.






