د پنجاب نګران اطلاعاتو وزير عامر مير غصه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې مونس الهي دې د دروغو خپرول بند کړي.
باغی ټي وي رپورټ
په یوه بیان کې عامر میر ویلي چې د پنجاب حکومت هیڅ دولتي ښوونځی شخصي تعلیمي ادارې ته نه دی سپارلی او نه یې هم د دولتي ښوونځیو د پرائیویټ کولو کومه پریکړه کړې ده. ياده دې وي چې له دې وړاندې د پي ټي ائي مشر منيس الهي ويلي وو چې د پنجاب نگران وزيراعلي محسن نقوي د پبلک سکول ودانۍ شخصي ملکيت کې شريکوي.
مونس الهي تور لګولی وو چې د پنجاب نګران وزیراعلی د حکومتي سکولونو په شخصي ادارو ویشل شروع کړي دي.