د پاکستان تحريک انصاف مشر سينيټر علي ظفر د سپريم کورټ پريکټس او پروسيجر ايکټ په حق کښې د عدالت فيصلې تصديق کړے دے۔

0
94

باغي ټي وی رپورټ

د جيو نيوز پروګرام عاج شاهزيب خانزاده سره خبرو کې نوموړي وويل چې چيف جسټس قاضي فائز عيسى پخپله ويلي چې د خپلو اختياراتو سپارلو ته تيار دى.

هغه وويل چې په تير وخت کې سترې محکمې د ١٨٤-٣مې مادې لاندې په داسې قضيو کې مداخله کړې وه چې بايد نه وه شوې، دغو پرېکړو ځينو اقتصاد ته هم زيان رسولى دى. سينيټر علي ظفر زياته کړه چې دا د خوشحالۍ خبره ده چې اوس به چيف جسټس د آرټيکل 184-3 په اړه د مشاورت له لارې فيصله کوي او د فيصلې خلاف اپيل هم کولى شي.

ده ووئيل دا قانون به د پانامه كېس پشمول په تېرو مقدمو باندې نه نافذېږي، دا قانون به كوم خاص فرد ته ګټه نه رسوي۔

د پي ټي آئي مشر وئيلي دي چي مونږ د ټولو سياسي پارټو او په خاصه توګه د پاکستان تحريک انصاف سره د ليول پلےنګ فيلډ مسله د اليکشن کميشن مخي ته پورته کړي ده۔

هغه وويل، د ټاکنو کمېسيون زموږ خبره ياده کړې او د حل ډاډ يې ورکړى دى.

ياده دې وي چې سپريم کورټ فل کورټ د عمل او پروسيجر ايکټ برقرار ساتلو سره د قانون خلاف درخواستونه رد کړي وو، چيف جسټس قاضي فائز عيسى د فيصلې د اورولو په مهال ويلي وو چې دا معامله ډېره فني وه نو د ځنډ له امله بښنه غواړم، د نن ورځې اول حکم زه به یې ولولم.

په پریکړه کې ویل شوي چې د 5-10 تناسب د سترې محکمې تمرین او پروسیجر قانون ساتي.

جسټس اعجازالحسن، جسټس منيب اختر، جسټس عائشه ملک، جسټس مظاهر نقوي او جسټس شاهد وحيد د ايکټ مخالفت وکړ او پاتې ججانو د ايکټ په حق کې فيصله وکړه او د سپريم کورټ پريکټس او پروسيجر ايکټ خلاف درخواستونه يې رد کړل.

Leave a reply