باغي ټي وی رپورټ
د شخصي ائير لائن د سرچينو ترمخه د الوتكې پي اے 170 د كراچۍ نه جدې ته د ماسپښين په 2:28 بجو الوتنه وكړه چې سمدستي وروسته د الوتكې آټوپائلټ سسټم خراب شو۔
سرچينې زياته کړې، چې د هوايي ټرافيک کنټرولر له لارښوونې وروسته الوتکه بېرته د کراچۍ هوايي ډګر ته وګرځول شوه، خو الوتکه د تېلو د ضايع کولو لپاره دوه ساعته د کراچۍ په شاوخوا کې ګرځېده.
وروسته د سهار په ۴:۳۴ بجو د ایربس A320 الوتکې په جناح نړیوال هوايي ډګر کې تخنیکي ناسته وکړه.
د هوايي چلند د سرچینو په وینا، په الوتکه کې ۱۶۷ مسافر سپاره وو، چې مسافر له الوتکې ښکته او لانج ته لېږدول شوي دي.
د الوتکې مسافر له شپږو ساعتونو راهیسې د کراچۍ په هوايي ډګر کې دي.










Leave a Reply