د مسلم ليګ (ن) چيف آرگنائزر مريم نواز وئيلي دي چې د هر ځل په شان به نوازشريف پاکستان جوړ کړي۔
باغي ټي وی رپورټ
لاهور کښې د يونين کونسلونو له چارواکو او کارکنانو سره په خبرو کښې مريم نواز وويل د نواز شريف ملاتړ د انفلاسيون نه د خلاصون ضمانت دے، نواز شريف به د عوامو په ووټونو د څلورم ځل لپاره وزيراعظم شي.
بل لوري ته د (ن) ليګ صدر شهباز شريف وئيلي دي چې داکتوبر په 21مه نيټه دخپلو کورونو څخه راووځئ اؤ دپاکستان داقتصادي پرمختيا معمار ته هرکلى ورکړئ.
سیالکوټ کې ورکرز کنونشن ته د وینا پر مهال خواجه اصف وویل چې اوس انتخابات نږدې دي، حلقې ټاکل شوې دي، انتخابات به خامخا کیږي، انتخابات د جنورۍ په وروستۍ لسیزه کې دي او د ووټ احترام به وشي.