د اډياله جيل سپرنټنډنټ د پي ټي آئي چيرمين زامنو سره په ټيلي فون خبرو کولو نه انکار کړے دے۔

باغي ټي وی رپورټ
د آفيشل سيکريټ ايکټ عدالت جج ابوالحسنات ذوالقرنين په اډياله جيل کښې د پي ټي آئي چيئرمېن له زامنو سره په ټيلي فون خبرو کولو د درخواست اورېدنه وکړه په کوم کښې چې د اډياله جيل سپرنټنډنټ عدالت کښې جواب جمع کړے دے۔
د اډياله جيل سپرنټنډنټ د پي ټي آئي چيئرمېن زامنو سره په ټيلي فون خبرو کولو نه انکار کړے وو په کومه کښې چې ايس پي جيل اوويل چې بهر ته د آفيشل سيکريټ ايکټ لاندې نيول شوي ملزم سره د خبرو کولو اجازت نشته۔
عدالت د ايس پي اډياله جيل نه د بنديانو سره په ټيلي فون خبرو کولو په اړه د جيل ايس او پيز غوښتي دي.
د محکمې قاضي ابوالحسنات د اډياله جيل سپرنټنډنټ ته امر وکړ چې د اکتوبر تر 18 پورې ايس او پيز وړاندې کړي.






