افغان مهاجرینو د غیرقانوني مهاجرینو له هیواد څخه د وتلو لپاره د حکومت په کچه ټاکل شوي ضرب الاجل مخکې له کراچۍ څخه وتل پیل کړي دي.

0
82

باغي ټي وی رپورټ

د کراچۍ په بیلا بیلو سیمو کې په زیات شمیر کې کډوال میشت دي، غیرقانوني کډوال د ترهګرۍ، قبضې، نشه یي توکو او وسلو قاچاق په شان جرمونو کې ښکیل موندل شوي دي.

وفاقي حکومت د ټول ملک نه غيرقانوني مهاجرينو ته د اکتوبر تر 31مه نېټه د پاکستان نه د وتلو مهلت ورکړی ؤ چې له هغې وروستو په کراچۍ کې د سهراب گوټ افغان ميشتې څخه په گڼ شمير کې افغانانو مهاجرت پيل کړی دی .

دوی وايي چې حکومت باید له هېواده د وتلو لپاره یو څه نور وخت ورکړی وای.

د یوه اټکل له مخې په ناقانونه توګه د مېشتو افغانانو شمېر شاوخوا څلور لکه دی، په داسې حال کې چې سیمه ییزې سرچینې وايي، د دوشنبې په ورځ له سهراب ګوټ افغان بست څخه ۱۵ بسونه افغانستان ته روان شول.

Leave a reply