د سندهـ هائي کورټ د فرقه ييز هدفي وژنو په مقدمه کې د عمر قيد سزا اورول شوي ملزم بري کړی ځکه چې تور ثابت نه شو.

0
108

باغي ټي وی رپورټ

د سندهـ هائي کورټ د فرقه وارانه هدفي وژنو په مقدمه کښې د ملزمانو د سزا خلاف د اپيل اورېدنه وکړه کوم چې د محکمې لخوا ومنل شو.

عدالت د ملزم مشتاق عرف شاه سزا کالعدم ګرځولې او هغه ته ئې په باعزته بري کولو حکم ورکړے دے۔

محکمې ویلي، چې څارنوالۍ او پولیس د تورن پر ضد تورونه نه شي ثابتولی، نو که د تورن پر ضد کومه بله مقدمه نه وي، نو باید له زندانه خوشې شي.

د پوليس ترمخه د ملزم خلاف په کال 2012م کې د شاه لطيف ټاؤن پوليس سټيشن کښې مقدمه درج کړې شوې وه، ملزم د کالعدم تنظيم هدفي قاتل دے او د ترهګرۍ ضد عدالت ورته د هدفي وژنو په جرم د عمر قيد سزا اورولې وه۔ وژنه

Leave a reply