د مسلم ليګ نون چيف آرگنائزر او سينئر نائب صدر مريم نواز د فلسطينيانو سره د پيوستون څرګندونه کړې ده۔

باغي ټي وی رپورټ
مريم نواز په خپل يو بيان کې وويل دا د فلسطينيانو حق دی چې د غاصب اسراييلي پوځ په وړاندې د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه وکړي او د ظالمانو او غاصبانو په وړاندې د مظلومانو ملاتړ کول انصاف دی.
ده ووئيل د نړيوالو قوانينو تر پښو لاندې كولو غاصب پوځ د اوسني صورتحال ذمه واري ده، هند او اسرائيل د نسل وژنې او رياستي ترهه ګرۍ مجرم دي۔
هغه وويل، د امنيت شورا د پرېکړو په عملي کولو سره تلپاتې سوله راتلای شي.
مريم نواز غوښتنه کړې چې اسلامي هېوادونه دې فلسطينيانو ته د خوراکي او امدادي توکو په رسولو کې رول ولوبوي.
هغه وویل چې نړیوال سازمانونه باید د جګړې د سوله ییز او عادلانه حل لپاره عملي رول ولوبوي.
ده ووئيل د ازادۍ لمر به د زړورو كشميريانو او فلسطينيانو په قربانيو سره لوېږي۔






