د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په پاکستان کې د مېشتو افغانانو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.

باغي ټي وی رپورټ
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له مصیبت ځپلو خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې ټول هېوادونه باید د افغانانو د جبري ستنېدو مخه ونیسي.
UNHCR وايي، له ستونزو او لارو چارو سره سره پاکستان باید د افغان اتباعو د بېرته ستنېدو بهیر په خوندي توګه ترسره کړي.
د ملګرو ملتونو ادارې دا هم ویلي چې د بشري حقونو مسلې او په افغانستان کې د ښځو کړاوونه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره جدي امنیتي ستونزې رامنځته کولای شي.
د دې تر څنګ UNHCR له پاکستان څخه د څلورو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو د کوربه توب له امله مننه وکړه او ویې ویل چې UNHCR او IOM د پاکستان له حکومت سره اوږده ملګرتیا لري.
هغه زیاته کړه، موږ د افغان کډوالو د پېژندنې او ثبت په برخه کې له پاکستان سره همکارۍ ته چمتو یو، له هغو کسانو سره چې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري، همکارۍ ته چمتو یو.
د UNHCR په وینا، هغه افغانان چې په هیواد کې یې د خوندیتوب په لټه کې دي، که دوی په زوره بیرته واستول شي له خطر سره مخامخ شي.





