په پاکستان کې په ناقانونه توګه د مېشتو افغانانو د بېرته ستنېدو لړۍ ګړندۍ شوې او په دې ترڅ کې په پېښور، خيبر او نورو سيمو کې مېشتو افغانانو د خپلو جايدادونو پلور پيل کړى دى.

باغي ټي وی رپورټ
د اطلاعاتو سرپرست وزیر مرتضی سولنګي وايي، له پاکستانه به په ناقانونه توګه مېشت بهرنیان باید ووځي.
ده ووئيل د غيرقانوني اوسېدونكو نيول او شړل به یقیني شي او خارجيان دې د اکتوبر تر 31مې نېټې پورې له پاكستانه ووځي۔ .
له بلې خوا، چې افغان کډوالو ته د ستنېدو مهلت ورکړل شوی، د ولایتونو په ګډون په ګڼو ښارونو کې برېښنايي توکي ارزانه شوي او د کورونو کرایې هم کمې شوې دي.






