د ګلګت بلتستان چيف سيکرټري محي الدين واني دعوه کړې ده چې ګلګت بلتستان کښې به د انفارميشن ټيکنالوجۍ او ډيټا سائنسز څلور کلن کورس اوس په شپږو مياشتو کښې کولے شي۔

باغي ټي وی رپورټ
په خپرونه کې د خبرو په ترڅ کې محی الدین واني وویل چې په ګلګت بلتستان کې د هندي پوهنتون ماډل پلي شوی دی.
هغه وویل چې د هندي پوهنتون دغه ماډل د هندي سیاستوال ششي تارور له یوې ویډیو څخه کشف شوی چې وروسته دا ماډل د سیمه ایز پوهنتون له لارې په ګلګت بلتستان کې په بریالیتوب سره پلي شو.
د ګلګت بلتستان چيف سيکرټري زياته کړه چې دې ماډل کښې طالبعلمانو ته د آئي ټي او ډيټا سائنس کورسونه ورکول کيږي۔





